د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د افغانستان او پاکستان ۱۹کلن کرکټ ټیمونه راتلونکې یکشنبه لوبه کوي


د افغانستان د نوولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله به د یکشنبې په ورځ په فاینل سیالۍ کې د پاکستان د نوولس کلنو د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.

د اسیايي کرکټ شورا نن وویل چې د افغانستان د نوولس کلنو ځوانانو کرکټ لوبډلې د نیپال د نوولس کلنو ځوانانو لوبډلې ته په اوو وېکټونو ماتې ورکړه او له پاکستان سره فاینل ته یې لار وایسته.

له نیپال سره په مسابقه کې ټاس افغانستان ګټلی و او د اسیایي کرکټ شورا په وینا، د افغانستان له لوري بېټس من محمد اصف شېخ او د نیپال له لوري جیتندرا سنګها مسابقه پیل کړې وه.

د اسیايي کرکټ شورا وايي چې له نیپال سره په سیالۍ کې د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګربز ښه ځلېدلی دی.

XS
SM
MD
LG