د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

روسيې په م.م کې د امريکا پېشنهادي طرحه ويټو کړه


روسيې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د امريکا متحدو ايالتونو پېشنهادي طرحه ويټو يا رد کړه.

د دې پېشنهاد له مخې د ملګرو ملتونو د تحقيقاتي ټيم ماموريت نوى کېده.

دغه ماموريت په سوريه کې دا څېړه چې څوک د کيمياوي وسلو په مرسته د شويو حملو مسؤل دي.

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دغې پېشنهادي طرحې ته پرون په داسې حال کې رايې ورکړل شوې چې څو ساعته وروسته يې يعنې د تېرې شپې په نيمايي کې د ملګرو ملتونو د تحقيقاتي ډلې ماموريت د اعتبار موده پاى ته رسېده.

له کله چې په ٢٠١١مېلادي کال د سوريې کورنۍ جګړه پيل شوې، دا لسم وار دى چې روسيه، د ملګرو ملتونو هغو پرېکړه ليکونو ته چې د سوريې د کورنۍ جګړې اړوند دي، د ويټو يا رد رايه ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو سفيرې نيکي هيلي وويل، د روسيې له خوا د ويټو مسئلې په ډاګه کړه چې تل يې د خپلې متحدې يعنې سوريې د خونديتوب لپاره هڅې کړې دي.

له ٢٠١۵مېلادي کال راهيسې چې تحقيقات پيل شوي، د سوريې حکومت له يوه مورد پرته د نورو ټولو کيمياوي حملو مسؤل بلل شوى دى.

د کيمياوي وسلو په مرسته په دغو حملو کې د سوريې ملکيان وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي وويل:

نیکي هیلي
نیکي هیلي

"روسيې هغه تحقيقاتي ميکانيزم له منځه يووړ چې امنيت شورا يې په لوى اکثريت ملاتړ کوي؛ د حمله کوونکو د پېژندنې لپاره زموږ د قابليت په مخنيوي سره روسيې د نورو حملو د څرنګوالي معلومولو لپاره هم زموږ توان کمزورى کړ."

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ١۵ غړو هېوادونو له جملې ١١ يې د امريکا متحدو ايالتونو د پرېکړه ليک د دغې مسودې ملاتړ وکړ.

د دې طرحې له مخې د تحقيقاتو موده لږ تر لږه د بل کال لپاره غزول کېدله.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي روسي استازو ته په خطاب کې وويل:

"زما روسي دوستانو، د کيمياوي وسلو په مرسته بله حمله به ستاسو پر سر وشي."

هغې زياته کړه، تاسو ټولې نړۍ ته دا واياست چې د کيمياوي وسلو کارونه هېڅ پروا نه لري.

بلخوا په امنيت شورا کې د فرانسې استازي فرانسوا دولات وويل، د روسيې د ويټو رايه هغو نړيوالو هڅو ته يوه ضربه وه چې د کيمياوي وسلو د کارونې مخه يې نيوله.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير واسيلي نيبين زيا په ځواب کې خپل انتقاد وکړ ويې ويل، د تحقيقاتو ميکانيزم بشپړې کتنې ته اړتيا لري او داسې يو جوړښت ورته په کار دى چې په مرسته يې د کيمياوي وسلو د کارونې په اړه د اول لاس معلومات راټول کړي، نه دا چې د سوريې په شخړه کې د ښېکلو لوريو له طريقه دغه اسناد او شواهد برابرېږي.

د روسيې سفير دغه ميکانيزم يو "لاسپوڅى ډوله جوړښت" وباله چې د ده په وينا د غرب له خوا په کې لاسوهنه کېدلاى شي.

روسيې د تحقيقاتي ټيم د هغو معلوماتو سرسخته منتقده ده چې په کې ويل شوي د سوريې حکومت په ٢٠١۴ او ٢٠١۵مېلادي کلونو کې لږ تر لږه په دوو حملو کې له کلورين ګازو استفاده کړې ده.

په دغو معلوماتو کې ويل شوي چې د سوريې حکومت په تېر اپرېل مياشت کې پر خان شيخون ښارګوټي په يوه هوايي حمله کې سارين ګاز کارولي، چې نږدې ١٠٠ کسان يې په نتيجه کې وژل شوي وو.

په سوریه کې د کیمیاوي حملې یو قرباني ماشوم.
په سوریه کې د کیمیاوي حملې یو قرباني ماشوم.

خو سوريې په وار- وار د کيمياوي وسلو د کارونې راپورونه رد کړي دي.

تحقيقاتي ټيم دا معلومات هم ترلاسه کړي چې داعش سخت دريځې ډله هم په ٢٠١۵مېلادي کال د هغې حملې مسؤله ده چې له زهرجنو ګازو په کې استفاده شوې وه.

XS
SM
MD
LG