د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د امریکا د استازو مجلس د راتلونکي مالي کال پوځي بودجه تصویب کړه


د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د راتلونکي مالي کال پوځي بودجه تصویب کړه.

د ۲۰۱۷-۱۸ کال د دفاعي پالېسۍ لپاره نږدې ۷۰۰ میلیارده ډالر ومنل شول.

د نوې بودجې څه د پاسه ۶۲۶ میلیارده ډالر د اساسي دفاعي بودجې لپاره بیل شوي او نږدې ۶۶ میلیارده نور يې د افغانستان په څېر جنګونو او عملیاتو د تمویل لپاره ځانګړې شوې دي.

وروسته له دې چې د استازو او سنا جرګو ګډې کمېټې د نوې دفاعي بودجې په هکله د اختلافاتو د حل لپاره سره خبرې وکړې دغه بودجه د استازو په مجلس کې د ۷۰ په مقابل کې په ۳۵۶ موافقو رأیو تصویب شوه.

په نوې بودجه کې په افغانستان کې د عملیاتو د پراختیا، د سرتېرو د تنخواګانو د زیاتوالي او د لا نورو بېړیو، الوتکو او تجهیزاتو لپاره هم پیسې منل شوې دي.

نوې بودجه چې د استازو د مجلس له تصویبه وروسته سنا ته وړاندې کېږي د راکټي دفاع لپاره‌يې هم پیسې منلي تر څو د شمالي کوریا په څیر ګواښونو ځواب وویل شي.

نوې بودجه په داسې حال کې کانګرس ته وړاندې شوې چې د لګښتونو د سقف د لوړولو لپاره تر اوسه کوم توافق نه‌دی شوی.

په کانګرس کې د دفاعي چارو پلوي غړو شکایت کړی دی چې د لګښتونو محدودیت د پوځي پروګرامونو د پراختیا مخه نیولې او اوسني پروګرامونه د نویو ګواښونو مقابله نه‌شي کولای.

د ډي هیل ورځپاڼې د راپور په اساس اوسنۍ دفاعي بودجه د لګښتونو د سقف څخه بیا هم تقریباً ۸۰ میلیارده ډالره لوړه ده.

XS
SM
MD
LG