د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

په پکتيا کې خلک د کابل بانک له ستونزو ځورېږي


د پکتيا مأمورين، پوليس، ښوونکي، د نړيوالو ادارو کارکوونکي او سوداګر په پرله‌پسې ډول په دغه ولايت کې د کابل بانک له ستونزې ځورېږي او د پیسو اخېستو لپاره ګاونډیو ولایتونو ته ځي چې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

نږدې شپږ مياشتې وړاندې په پکتيا کې د کابل بانک پر تعمير وسله‌والو بريد وکړ او له هغه وروسته تر دې مهاله، دغه څانګه تړل شوې او د دغه ولايت اوسېدونکي شکايت کوي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

يو شمېر پکتیا مېشتي چې درې ورځې وړاندې له کابل بانکه د خپلو معاشاتو د ترلاسه کولو په هدف خوست ته تللي و، ازادي راډيو ته وویل:

"زه ګل‎ محمد پکتياوال د اولې حوزې سرباز، په ګردېز کې کابل بانک چې ده، هغه انفجار يې چې کړی، تر دې وخته پورې نه‌دی جوړ شوی. هلته مشکل لرو، خوست ته راغلو، دلته هم خراب دی، دومره پيسې اوس نه‌لرو چې دلته خوست کې يې مصرف کړو، هلته هم مشکل لرو او دلته هم مشکل لرو."

"زه رئيس د پکتيا اوسېدونکی يم. پرون سهار راغلي يوو، داسې يو ساعت کار وکړي او نور بيا ودرېږي. اوس وايي چې نه‌کېږي، سبا سهار راشئ. له ګردېزه خوست ته راغلي يوو چې معاش واخلو."

"نوم مې عبدالغفور دی، موږ د خوست کابل بانک ته د معاش اخیستو لپاره راغلو، دلته هم بانک خراب دی او هلته پکتيا کې هم خراب دی او دلته دا دی تاسو يې وينئ چې د کابل بانک سيستم خراب دی. دا زموږ لپاره غټ مشکل دی."

دوی دا هم وويل چې د دوی معاش د موټرو په کرايو او په خوست کې د پاتې کېدو پر لګښتونو مصرفېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يو شمېر هغه کسان چې د پکتيا له ولسواليو مرکز ګردېز ته او له دې ځایه د لوګر مرکز پل علم ته له کابل بانک څخه د معاش ترلاسه کولو په هدف راغلي وايي:

"نوم مې عبدالقدير دی، لوګر ولايت ته له پکتيا څخه راغلی يم اوس موږ ته دلته وايي چې پيسې نه‌شته، سبا راشئ، ۱۰ بجې راشئ، ۱۱ بجې راشئ، کله چې پکتيا ته ورشو، هلته هم تړلی وي، دلته سيستم يا خراب وي يا پيسې نه‌راکوي. کرايه ګوره او دا مشکلات ګوره چې ځو راځو."

"نوم مې بسم‌الله دی، د پکتيا ولايت له احمدابا ولسوالۍ څخه د معاش اخیستو لپاره لوګر ته راغلي يوو او موږ دا دی ټوله ورځ دلته د معاش اخیستو لپاره تېره کړه، خو دلته کارکوونکي وايي چې پيسې نه‌لري، سبا بايد ورته راشو، اوس چې له دې ځای څخه ځو او بیا راځو، زموږ له ولسوالۍ تر ګردېزه ۳۰۰ کرايه ده او بيا له ګردېزه تر لوګره ۱۲۰ افغانۍ کرايه ده، نو تاسې فکر وکړئ، زموږ معاش به څومره راته پاتې شي."

يوازې دغه څو کسان نه‌دي چې د کابل بانک له ستونزو شکايت کوي، ډېر شمېر نور کسان هم له همدې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او د بهرنيو ادارو کارکوونکي بيا وايي چې ډېر وخت په لوګر او خوست کې د ډالرو نه‌ورکول هم د دوی لپاره مشکل جوړ کړی دی.

د پکتيا ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالان دا ستونزه جدي ګڼي او وايي چې که چېرې د کابل بانک مشکل په دې اوونۍ کې حل نه‌شو، ښايي په نږدې راتلونکي کې خپل غږ د سوله‌یيزو مظاهرو له لارې پورته کړي.

د پکتيا د کابل بانک مسؤلين وايي چې دوی د بانک د جوړېدو او د ځای د تغيیر او تبديل ټولې چارې خلاصې کړي او ډېر ژر به خپل کارونه پيل او د خلکو ستونزې به هوارې کړي، خو نږدې يوه مياشت وړاندې د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته د دې ستونزې د هواري داسې ژمنه کړې وه چې په يوه اوونۍ کې به د بانک چارې پيل کړي.

د پکتيا د کابل بانک چارې هغه وخت وتړل شوې چې د تېرې روژې مياشتې په پيل کې پرې وسله‌والو طالبانو بريد وکړ او ګڼ شمېر ملکي او نظامي کسانو ته‌يې په‌کې مرګ ژوبله واړوله.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG