د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۱

پاکستان په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر ته احتجاج کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته ورغوښتی.

دغه وزارت له افغان خاورې پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو په اړه د افغانستان شارژدافیر ته احتجاج کړی او دا ډول بریدونه‌یې د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي مقاماتو تېره سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» وویل، افغان پولې ته نږدې د باجوړ اېجنسۍ په قبایلي سیمه کې یې د پوځیانو پر پوستې وسله‌وال برید شوی چې د یوه پوځي افسر په ګډون په‌کې لږ تر لږه ۲ پوځیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

​د پوځ مطبوعاتي دفتر په دې اړه د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترځ کې ادعا وکړه چې وسله‌والو دغه برید له افغان غاړې کړی و او همدا شان‌یې په ځوابي ډزو کې له ۸ تر ۱۰ وسله‌والو بریدګرو د وژنې خبر هم ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت چارواکي ته د احتجاج تر څنګ، پر افغان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد کوټلي اقدامات وکړي چې پر پوله پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه کوي.

په دې اړه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

"پاکستان د افغانستان پر پوله پر خپلو امنیتي ځواکونو د ډېری ترهګریزو بریدونو شاهد دی. دا بریدونه د افغانستان په هغو سیمو کې چې حکومت په‌کې واک نه‌لري، د ګڼ شمېر وسله‌والو ترهګرو د شتون پخلی کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدا شان هغه قوتونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او په خبره‌یې چې د افغانستان خاوره‌یې د پاکستان پر ضد کارېدو ته پرېښې، د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

که څه هم د افغانستان حکومت لا تر دې دمه د پاکستاني پوځ د دغې ادعا په اړه چې ګنې وسله‌وال بريدګر له افغانستانه وراوښتي څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دا ډول تورونه بې‌بنیاده بللي او تور یې لګولی چې وسله‌وال په پاکستان کې مرکزونه او پټنځایونه لري او دغه خاوره‌یې پر ضد کاروي.

د یادونې وړ ده چې پوځي مقاماتو په داسې وخت کې په باجوړ کې پر خپلو پوستو له افغان خاورې د وسله‌والو د برید ادعا کړې چې پاکستان په دې وروستیو کې پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګول پيل کړي چې لا هم روان دي او هدف‌يې پر یاده کرښه د وسله‌والو د تګ راتګ مخنيوى یادوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG