د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د کوربه چین لوبډلې په ماتولو سره دوهم مقام خپل کړ.
د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکتر طاهر رؤفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د چین د ساحلي فوټبال په څلور اړخیزو سیالیو کې پرون یکشنبه افغان لوبډلې چین ته ۱ د صفر او دغهراز مالیزیا ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډالیې خپل کړ.
په دغو سیالیو کې عمان لوبډلې افغانستان، چین او مالیزیا ته په ماتې سره لومړی مقام خپل کړ.
د ساحلي فوټبال څلور اړخیزې سیالۍ د چین په کوربهتوب د روان میلادي کال د نوامبر په ۷مه نېټه پیل او پرون پاې ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، عمان، چین او مالیزیا د ساحلي فوټبال لوبډلو ګډون کړی وو.