د ۱۹ کلنو د اسیايي جام د سیالیو په لړ کې سریلانکا افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې سریلانکا ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې سریلانکايي لوبډلې په ۴۲ اورونو کې د ۸ ويکټو په زیان سره، افغانستان ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله په ۱۳۵ منډو وسوځېده او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپیر وبایلله.
دغه لوبه د ورښت له امله ۴۲ اورنو ته کمه کړای شوې وه.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۷ ويکټو په ستر توپير ماته ورکړې وه.