په لښکرګاه کې د ښوونځیو ښځینه زده کوونکي ځورول کېږي.
که څه هم د هلمند د پوهنې ریاست مسؤلین یې په اړه ناخبري ښيې، خو ښځینه زده کوونکي وايي، که د کوڅه ډبو ځوانانو له لورې د دوی ځورول دوام وکړي، ډېری نجونې به ښوونځي پرېږدي.
د هلمند والي وایي، ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو په مرسته، د دې کار مخه ونیول شي.
په همدې اړه د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي راپور چمتو کړی دی.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: