د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

افغانستان ته د ناټو نورو ځواکونو لېږلو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د ناټو د نورو ځواکونو د رالېږلو په اړه د نوموړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو د پرېکړې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، تازه دمي سرتېري به د جګړې اور ته نور هم پوکی ورکړي.

په سرمقاله کې راغلي، د پنجشنبې به ورځ په بروکسل کې د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو پرېکړه وکړه چې ناټو به افغانستان ته درې زره نور جنګیالي لېږي چې له ترهګرو جګړه وګټي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم دغه سرتېري د جګړې ډګر ته نه ځي او یوازې به افغان سرتېري روزي خو په خبره یې، دا پر نا امنیو د پام وړ اغېز کوي او دا اندېښنه موجوده ده چې د افغانستان جګړه نور هم توده شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ناټو د غړیو هېوادونو د دغه پرېکړې په اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، زموږ ولس ان د بن له پرېکړو د یوې بدنامې توطیې ښکار شو او په خپله افغانان چې دې توطیې ته د نیک شګون په سترګه ګوري د دوی په نیت او عقل دواړو باید وژاړو.

ورځپاڼه لیکي، افغانانو ته دا د ډېر سپکاوي او شرم خبره ده چې په یوه پردۍ جګړه کې څڼې غورځوي او په مرګونو کې د ښه ژوند او سوکالۍ خوبونه وینې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې د موضوع په اړه لیکلي او ویلي چې د ناټو مشران هیله من دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اضافي روزنو، مخ پروده هوايي ځواک او د زرګونو اضافي سرتېرو په مرسته د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه کې برلاسي شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې افغانستان ته د ناټو ځواکونو د رالېږلو پرېکړه یو ښه ګام بللی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور یو شمېر طالبانو چې اوس د داعش په نوم یوه بله ډله جوړه کړې پکار ده چې دوی په وړاندې افغان ځواکونه ښه وروزي.

خو سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي، چې د دې تر څنګ افغان ځواکونه باید ښه تجهیز کړي، ځکه په خبره یې دا د جګړې برخلیک ټاکي او طالبان به ژر یا په ځند ماته وخوري.

XS
SM
MD
LG