د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره د کرکټ لوبډلې نن د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۵۷ منډو اوټ کړل.
په دې شل اورېزه لوبه کې افغان بالر مجیب ځدراڼ په یوازې سر د سیال ټیم شپږ لوبغاړي وسوځول.
افغانستان په ځواب کې ټاکلی هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
تر نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله به سبا د سریلانکا په وړاندې هم لوبه وکړي.