د افغانستان د هنډبال فدراسیون رئیس او سکرتر جنرال د هنډبال په ۳۶مه نړیواله غونډه کې د ګډون په هدف سبا پنجشنبه ترکیې ته ځي.
د هنډبال فدراسیون مشر یوسف نیازي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې نړیواله غونډه کې د هنډ بال نړیوال او اسیايي فدراسیونونو ته نوي مشران ټاکل کېږي.
د هنډبال د نړیوال کانګرس د انتخاباتو په غونډه کې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.
ښاغلی نیازی وایي چې دغه غونډه درې ورځې په ترکیه کې دوام لري.