د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره پر شمشاد راډیو ټلوېزیون د پروني برید په اړه مطالب خپاره کړي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې پر شمشاد ټلوېزیون د وحشتونو څپه ولې ورغله؟ تر عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلي چې پر شمشاد برید نهیوازې د بیان پر ازادۍ برید دی بلکې دا پر انساني ارزښتونو برید دی چې په هېڅ دین او هېڅ قانون کې جواز نهلري.
د سرمقاله لیکونکي په خبره دا چې داعش پر جوماتونو او رسنیو برید کوي په خپله دا ښیي چې د داعش په نوم دغه ډول بریدونه د لویو ښکېلاکي ادارو او له هغوی سره د تړلو ډلو کار دی.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې هم "پر شمشاد ټلوېزیون حمله د رسنیو پر کورنۍ حمله ده" تر عنوان لاندې لیکلي چې که څه هم ترورېستان پرون خپلو شومو هدفونو ته ونهرسېدل، خو یو ځل بیا یې دا ثابته کړه چې دوی هېڅ ډول انساني او اسلامي اصولو ته پابند نهدي.
سرمقاله لیکونکی وړاندې کاږي چې پر ملکي ځایونو چې بېګناه او عام وګړي پهکې کار کوي حملې جنګي جنایت دی چې پرون ترورېستانو دا ډول حمله پر شمشاد ټلوېزيون وکړه.
پر شمشاد ټلوېزیون برید د افغان غږ نهشي بندولی.
- مسیر
د مسیر ورځپاڼې هم "پر شمشاد ټلوېزیون برید د افغان غږ نهشي بندولی" تر عنوان لاندې په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې پر شمشاد ټلوېزیون د برید تر شا څوک دي او هدفیې څه دی؟
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې داعش د استخباراتي شبکو د وحشیانه اعمالو لپاره یو لاسپاک دی، که څه هم داعش له سره پروژه ده، خو اوس چې کله هم له ټولو انساني ارزښتونو لیرې پېچلې استخباراتي حملې کېږي نو استخبارات د ذهنیت اړولو لپاره داعش کاروي او هغوی پړه اخلي.
- هېواد
او د هېواد دولتي ورځپانې هم "دښمن د رسنیو او خبریالانو ارادې نهشي کمزورې کولای" تر عنوان لاندې په سرمقاله کې د ارګ هغه اعلامیه راخیستې چې په همدې اړهیې خپره کړې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د بیان ازادي چې د اساسي قانون لوی ارزښت او د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه ده د دا ډول جنایت کارانه بریدونو په ترسره کېدو یې څوک نهشي محدود کولای.