د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د فاتو بنسودا وروستیو خبرو د یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو پاملرنه جلب کړې


د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا وروستیو خبرو د یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو پاملرنه جلب کړې ده.

بنسودا تېره اوونۍ وغوښتل چې دې ته اجازه ورکړي چې د جنګي جرمونو په اړه، د هغو تورونو په ارتباط تحقیق وکړي چې د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې راپه دې‌خوا، په افغانستان کې پېښ شوي دي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان حکومت د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د غوښتنې په برخه کې دوه زړی دی او د جنګي جرمونو ترسره کوونکي یې بخښلي هم دي.

د ورځپاڼې په باور، د افغانستان پارلمان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د یوه قانون له مخې، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۱ کال پورې، یو ډول له قید او شرط پرته خلک معاف کړل.

د افغانستان پارلمان هغو وسله‌والو ته هم د بخښنې اعلان کړی چې تر دې وروسته د سولې له بهیر سره یوځای کېږي.

بنسودا ویلي چې د تحقیقاتو په برخه کې د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې همکاري او ملاتړ ضرور دی.

  • د بشري حقونو د څار مؤسسه

د بشري حقونو د څار مؤسسې هم په خپله خپرونه کې دې موضوع ته توجه کړې ده، په دې خپرونه کې لولو چې د جنګي جرمونو د تحقیقاتو مسئله له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې ځنډېدلې ده.

د خپرونې په باور، تر ۱۰ کلونو ډېر وخت وشو چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې خپلې لومړنۍ هڅې پیل کړې، په دې پړاو کې دا مسئله څېړل کېده چې په رښتیا جنګي جرمونه په افغانستان کې رامنځته شوي او د دوی محکمه باید څه وکړي؟

د خپرونې په وینا، په دې موده کې په افغانستان کې دغې نړیوالې محکمې د اعدام ګڼې پېښې، د خلکو د ورک کېدو پېښې، د تشدد پېښې او پر ملکیانو د ځانوژونکو بریدونو موارد پیدا کړل.

خپرونه لیکي چې دا پېښې په سمه او هر اړخیزه توګه نه‌دي څېړل شوي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د یوه هالنډي عکاس جویل ون هوت اخیستي عکسونه خپاره کړي دي.

په دې عکسونو کې په نړۍ کې د افغان کډوالو سفر انځور شوی دی.

په یوه عکس کې د ترکیې او اروپا ترمنځ یو زلمی افغان ښکاري چې لمبا کوي.

بل د هرات د پاسپورټ د دفتر مخې ته یو سړی ونې ته ختلی، د دفتر مسؤل د هغو خلکو نومونه اخلي چې د پاسپورټ کار یې شوی دی.

ون هوت ۷ کاله په افغانستان کې تېر کړي، د ده په بل اخیستل شوي عکس کې، په نیمروز کې دوه پیک‌اپ موټر ښکاري چې خلک په‌کې د پاکستان له لارې ایران ته ځي.

په یوه بل عکس کې بیا یو مهاجر دی چې پاکستان ته روان دی او چاودنه پرې شوې ده.

د ګاردين ورځپاڼې په باور، ون هوت ۷ کاله مخکې افغانستان ته په دې نیت تللی و چې د امریکا پیسې او بشري منابع به افغانستان په پښو ودروي، خو دی پنځه کاله وروسته له افغانستانه مأیوسه ستون شو.

دې عکاس په اروپا کې هم د یو شمېر افغان کډوالو عکسونه نندارې ته ایښي دي.

په یوه عکس کې د لندن په شمال کې یو افغان ښکاري چې د سړک غاړې ته سودا پلوري، په بل کې د مسدونیا د سړک غاړې ته پر نري پارک یو افغان پروت دی او د امریکا د کالیفورنیا د اختر د لمانځه یو عکس‌یې هم خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG