د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د امریکا په تګزاس کې یوه وسله‌وال په کلیسا کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي


د امریکا د تګزاس ایالت والي وايي، د یوه وسله‌وال سړي له لوري په کلیسا کې پر راغونډو شویو خلکو په پرونۍ حمله کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

دا حمله چې د سډرلنډ سپرنګز "Sutherland Springs" په کلیسا کې وشوه، د تګزاس ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

سډرلنډ سپرنګز ښارګی د سن انتونیو د جنوب لوېدیځ په ۳۰ کېلو مترۍ کې دی.

د حمله کوونکي په ډزو چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې پیل شوې، ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د اسوشیټېډ پرس، «سي بي اېس» او «سي اېن اېن» په شمول بېلابېلو خبري اژانسونو د امنیتي چارواکو په قول ویلي چې حمله کوونکی دیفین پاتریک کیلي (Devin Patrick Kelley) نومېږي او ۲۶ کلن دی.

یوه چارواکي وویل، حمله کوونکی په سن انتونیو کې اوسېده او داسې نه‌ښکاري چې له کومې ترورېستي ډلې سره تار ولري.

نور راپورونه وايي چې حمله کوونکي یو وخت د امریکا په هوايي ځواک کې کار کړی دی.

د تګزاس د عامه ساتنې د ادارې غړي فري من مارتین یوازې دومره وویل چې حمله کوونکی یو ځوان سپین پوستی دی، ممکن څو ویشت کلن وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په جاپان کې دی، دا برید وغانده او هغه‌یې «وحشیانه ډزې او شیطاني عمل» وباله.

  • پخواني معلومات

د امریکا متحده ایالاتو په تګزاس ایالت کې پرون یوه وسله‌وال کس په یوه کلیسا کې په خلکو ډزې وکړې او لږ تر لږه شل تنه‌یې ووژل.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه د تګزاس ایالت د سن انتونیو له ښاره لږ څه لیرې په سډرلنډ سپرنګز سیمه کې شوې ده.

د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه رسنیو بېلابېل ارقام ورکړي دي.

«اې بي سي نیوز» د پولیسو له قوله ویلي چې د وسله‌وال کس په ډزو سره لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ژوبل دي.

«سي بي اس نیوز» د یوه پولیس چارواکي البرټ ګومېز په حواله ویلي چې په دې حمله کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۲۵ کسان نور ټپیان دي.

«سي اېن اېن» بیا ویلي چې حمله کوونکی تر لنډ څار وروسته وژل شوی دی.

اخوا د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ چې په ۱۲ ورځني سفر اسیا کې دی پر ټویټر لیکلي چې:

"د تګزاس سډرنلډ سپرینګز خلک دې خدای په خپل امان کې ولري. «اف. بي. ای» او امنیتي ځواکونه په سیمه کې دي. زه هم له جاپانه وضعیت څارم."

XS
SM
MD
LG