د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

اغبر: سکي لپاره د ۲ ورزشکارانو نومونه د المپیک سیالیو کې ثبت شول


د افغانستان د المپيک کمېټې مشر محمد ظاهر اغبر وايي، د هغو دوو ورزشکارانو نومونه یې د المپیک د ژمنیو سیالیو لپاره ثبت کړل چې د سکي په مسابقو کې به ګډون کوي.

د سکي دوه افغان لوبغاړي، سیدعلي شاه فرهنګ او سجاد حسیني به د فبرورۍ په نهمه نېټه د المپیک په نړیوالو، ژمنیو سیالیو کې برخه واخلي.

د المپیک ژمنۍ سیالۍ به د ۲۰۱۸ میلادي کال له نهمې تر ۲۵ نېټې دوام وکړي.

فرانس پرېس خبري اژانس د اغبر په حواله لیکلي چې د دواړو نومونه یې ثبت کړل او اول وار به د افغانستان ورزشکاران د المپیک په ژمنیو سیالیو کې ګډون کوي.

سید علي شاه فرهنګ او سجاد حسیني اوس‎مهال په سویس کې د سکي په تمرینونو بوخت دي.

دواړو ورزشکارانو فرانس پرېس ته ویلي چې غواړي د افغانستان ښه تصویر نړیوالو ته وړاندې کړي او د خپل هېواد غوره استازیتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG