په روانه اوونۍ کې پر ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د پارلمان د غړو لپاره ویزې بندې کړې دي.
په دې راپورونو کې حتی دا هم ویل شوي وو چې متحدایالاتو دا بندیز د فساد د ځینو تورونو له کبله پر افغان وکیلانو لګولی، خو راځئ واورو چې حقیقت څه دی؟
د ولسي جرګې غړي او د دې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول جعلي خبرونه د امریکا او افغانستان د اړیکو د زیانمنولو لپاره د روسي او ایراني رسنیو له خوا او پر ټولنیزو شبکو د دوی د پلویانو له خوا خپرېږي.
ښاغلي احمدزي د ازادي راډيو خبریال احمد تکل سره د مرکې په پیل کې دا راپورونه په کلکه رد کړل.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: