د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د کندز لسګونه ډاکترانو او د درملتونونو مالکانو کاري اعتصاب پیل کړ


په کندز ښار کې لسګونه ډاکترانو او د شخصي درملتونونو مالکانو د یوه ډاکتر د شپږ کلن زوی د اختطاف، د وسله‌والو غلاوو او د ناامنیو د زیاتېدو له امله کاري اعتصاب پیل کړ.

د کندز د حوزوي روغتون یو تن ډاکتر همایون اسد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې یوه اوونۍ وړاندې د ډاکتر عبدالستار غفور په نوم د یوه ډاکتر شپږ کلن زوی د نا څرګنده وسله‌والو له‎خوا تښتول شوی چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‌دی معلوم.

نوموړي زیاته کړه:

"له دولت څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، څو دغه ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه خلاص کړي او کنه زموږ کاري اعتصاب به له دې هم پراخ شي."

دغو ډاکترانو خبرداری ورکړ، که چېرې د کندز سیمه‌ییز چارواکي د تښتول شوي ماشوم په خوشې کېدو کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، نو دوی به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي.

ډاکتر عبدالطیف شریفي
ډاکتر عبدالطیف شریفي

د دغو ډاکترانو له ډلې عبدالطیف شریفي په دې اړه وویل:

"په کندز کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او هېڅ‌څوک د خوندیتوب احساس نه‌کوي. د سړي تښتولو او د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي دي، خو د کندز سیمه‌ییز چارواکي د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي دي."

بل‌خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې دوی په دې اړه خپلې هڅې پيل کړي او ډېر ژر به تښتول شوی ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو خوشې کړي.

عبدالحمید حمیدي
عبدالحمید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیتي ارګانونو هڅې جریان لري او تر اوسه پورې موږ دوه تنه په دې تړاو نیولي دي او ډېر ژر به دغه تښتول شوی ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړو."

د کندز ډاکتران او د درملتونونو مالکان په داسې حال کې په کاري اعتصاب لاس پورې کوي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز کې ناامنیو، وسله‌والو غلاوو، اختطافونو او قتلونو زور اخیستی دی چې له کبله‌یې د دې ولایت ټول خلک سخت اندېښمن شوي.

ځیني خلک بیا وايي چې یو شمېر خلک د غیر مسؤله وسله‌والو او د سړي تښتوونکو له وېرې حتی خپل ماشومان ښوونځي ته نه‌شي استولی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG