د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۳

د اروپا په اتلولۍ لیګ کې بارسلونا له المپیا کاس سره لوبه کوي


د اروپا د اتلولۍ لیګ په لړ کې نن د سې شنبې په شپه بارسلونا له المپیا کاس سره لوبه کوي.

د دغه لیګ د نن شپې په لوبو کې چلسي له روما، بایرن مونیخ له سلتیک، مانچستر یونایتد له بنفیکا، سپورټینګ له ایونتوس او اتلتیکو مادرید له کارابک سره د لوبې ډګر ته وځي.

دغه ټولې سیالۍ د کابل پر وخت د شپې په ۱۲ بجو او ۱۵ دقیقو ترسره کېږي.

دغه راز د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه دیپورتیو ۳ د ۱ په وړاندې لاس پلماس او اسپانیول ۱ د صفر په وړاندې ریال بتیس ته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG