د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۹

په کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ پیل شوې


د بدني روزنې او سپورت د ریاست مسؤلین وایي چې په کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې په ۸ وزنونو کې د کابل له کلپونو نه څه باندې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

دغه سیالۍ یوه اوونۍ دوام کوي چې په پای کې ۳۲ نوي لوبغاړي د کابل د تکواندو لوبدلې ته معرفي کېږي.

XS
SM
MD
LG