د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د سریلانکا د کرکټ لوبډله له امنیتي تدابیرو سره لاهور ته ورسېده


د سریلانکا د کرکټ ملي ټیم لاهور ته ورسېده چې د پاکستان له ملي لوبډلې سره ۳ مسابقې وکړي.

د سریلانکا لوبډله اته کاله وروسته له دې د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې پاکستان ته ځي چې په لاهور ښار کې پرې ترورېستي حمله وشوه.

د سریلانکا لوبغاړي او د لوبډلې مسؤلان په داسې حال کې په یو بم ضد بس کې هوټل ته بیول شول چې سلګونه پولیسو یې ساتنه کوله.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او سریلانکا لوبډلې نن شپه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړۍ مسابقه وکړي.

XS
SM
MD
LG