د هسپانیا د لالیګا لیګ سیالیو په لړ کې نن د شنبې په شپه بارسلونا له اتلتیکو بیلباوو سره د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه د بیلباوو په کوربه توب، د کابل پر وخت د شپې ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې پیلېږي.
د لالیګا د نن شپې په بله لوبه کې اتلتیکو مادرید له ویاریال سره د شپې ۹ بجې لوبه کوي.
اوس مهال بارسلونا د ۲۵ امتیازونو په درلودو سره، د لالیګا د جدول په سر کې ده، خو اتلتیکو بیلباوو د ۱۱ امتیازو په درلودو سره د دغه جدول په یوولسم قطار کې ځای لري.