د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

خټک: پاکستان قصداً نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د خبرو په اړه لیکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، سعودي عربستان دې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

ورځپاڼې لیکلي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، د خپل هېواد د اسلامي اعتدال د بیا ستونې په هڅه کې دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنې چې عربستان سره د خلاصې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه وايي چې نوموړي په سعودي عربستان کې دیني افراط ګرايي د ایران د اسلامي انقلاب نتیجه بللې ده.

په سرمقاله کې راغلي، اوس چې د سعودي عربستان حاکمان د خپل ځان په اړه دا غواړي لازمه ده چې دوی د طالبانو له مالي او سیاسي ملاتړ هم لاس واخلي او پر پاکستان فشار راوړي چې نور له ترهګرۍ نه د وسیلې په توګه کار وا نه خلي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورخپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د خبرو په اړه د پښتونخوا د پخواني سناتور افراسیاب خټک په حواله لیکلي، پاکستان قصداً نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې تر کومه پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي او د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې قوي اراده ونه کړي، جنګ او اووسنی وضیعت به دغه شان دوام وکړي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د ښاغلي خټک خبري راخیستې او لیکلي چې افراسیاب خټک وايي، پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هر څه کولای شي خو اراده یې نه لري او نه غواړي چې په دې برخه کې ګټور تمام شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

په مطلب کې راغلي، اوس یوازې افغانستان د نړۍ په استازیتوب دغه مبارزه مخته وړي او قربانۍ ورکوي حال دا چې ترهګرۍ د ټولې نړۍ او بشریت له پاره یو ستر ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG