د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي ۴ د ۳ په وړاندې د شاهین اسمايي فوټبال لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
شاهین اسمايي د لوبې لومړۍ نیمايي د میوند اتلانو په وړاندې د ۲ ګولونو په وهلو سره پخپله ګټه پای ته ورسوله.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې میوند اتلانو د ۲ ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړه او لوبه ۲ د ۲ په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
وروسته شاهین اسمايي په لومړي اضافي وخت کې دوه نور ګولونه په خپله ګټه پای ته ورسول او د لوبې لومړی اضافي وخت یې ۴ د ۲ په وړاندنې پخپله ګټه تمام کړ.
میوند اتلانو فوټبال لوبډلې هم په دوهم اضافي وخت ۳ یم ګول تر سره کړ چې په دې سره لوبه ۴ د ۳ په وړاندې د شاهین اسمايي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
میوند اتلان او شاهین اسمايي فوټبال لوبډلې د افغانستان د غوره لیګ سیالیو وروستي پړاو ته وتلې وې.