د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۹

جلال‎اباد کې د فرعي سړکونو بندښت خلک تر پوزې راوستي


د جلال‌اباد ښاریان وایي، د زورواکو او ځينو حکومتي ادارو له لوري د فرعي سړکونو او لارو بندښت خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، د دې پر ځای چې دغه حکومتي ادارې او چارواکي له خلکو ساتنه وکړي، د تګ راتګ په عمومي لارو او فرعي سړکونو کې یې شخصي موانع جوړې کړي چې له یوې خوا یې خلکو ته د تګ راتګ لارې اوږدې کړي او بل‎خوا د جلال‎اباد ښار په واټونو کې يې ګڼه ګوڼه زیاته کړې.

سید فیاض یو تن وايي:

"که موږ وګورو، د جلال‎اباد ښار په هر فرعي سړک موانع درول شوي، لارې بندې دي، زورواکي دي او که چارواکي دي، دوی د دې پر ځای چې خلکو ته مشکل حل کړي خپله په ماڼيو کې ناست دي او خلکو ته‌يې مشکل جوړ کړی."

جهانزیب بل تن وايي:

"زموږ غوښتنه له ولایتي ادارې نه دا ده چې دا لارې دې خلاصې کړي که مریض پېدا کېږي چې په اسانۍ په لنډه لار روغتون ته یوسو، اوس خو که مریض پېدا شي په دې رش کې په وخت روغتون ته نه‌رسېږي."

جلال اباد ښار
جلال اباد ښار

د ولایتي شورا استازی ډاکتر ناصر کامه‌وال هم د خلکو ستونزې پر ځای ګڼي او له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې د دغو لارو او فرعي سړکونو په خلاصېدو کې جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي کامه‌وال زیاته کړه:

"یو خپله د نفوس زیاتوالی دی چې د جلال‎اباد په ښار کې یې ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده او یو خپله زموږ مشران یا چارواکي دي چې په لارو کې موانع درولي، په دې برخه کې د حکومت د مسؤلینو نه زموږ غوښتنه دا ده چې دا لارې باید خلاصې کړي، ترڅو زموږ ولسونه له مشکله خلاص شي."

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، دوی ځينو کسانو ته د امنيت د خونديتوب په خاطر د نیمه لارو د بندېدو اجازه ورکړې.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، که زورواکو په خپل سر سړکونه او یا هم لارې بندې کړې وي، د هغوی پر وړاندې به جدي اقدام کېږي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

دی وايي:

"ځيني مشرانو داسې لارې تړلې دي چې هم ولسونه تګ راتګ کولای شي او هم دوی ډاډمن دي او ځینو سیمو کې په خپل سر حرکات شوي دي چې د دا ډول حرکاتو پر وړاندې مخکې هم اجراأت شوي دي او په راتلونکي کې به هم د دا ډول حرکتونو پر وړاندې جدي اقدامات کېږي چې خلک په ازادانه ډول تګ راتګ وکړای شي."

د ښاریانو په خبره که د دولتي ادارو او زورواکو له‎خوا تړل شوې لارې خلاصې شي له یوې خوا به د ښار په مرکزي واټونو کې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه کمه شي او دارنګه د ښاریانو په ذهن کې به د ناامنۍ وېره هم ورکه شي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG