کریسټیانو رونالډو د ۲۰۱۷ میلادي کال د نړۍ د غوره فوټبالر لقب خپل کړ.
هغه ته تېره شپه دا لقب په لندن کې د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون لهخوا په جوړو شویو مراسمو کې ورکړل شو.
دا پنځم ځل دی چې د ریال مادرید هسپانوی فوټبال کلب دا پرتګالی لوبغاړی دا لقب خپلوي.
د ښځینه فوټبالرانو له ډلې د هالنډ ملي لوبغاړې لیک مارتنس د نړۍ غوره فوټبالره شوه.
اخوا د ریال مادريد روزونکي زینالدین زیدان ته هم د نړۍ د غوره روزونکي لقب ورکړل شو.
هغه ریال مادرید ته لار وښوده او د اروپا د "اتلانو جام" په ګټلو کې یې خپل ستر رول ادا کړ.