د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

مسلمیار: حکومت دې پر اعدام محکوم طالبان اعدام کړي


د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته د انس حقاني په ګډون د ټولو هغو طالبانو بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې محاکمو پرې د اعدام حکمونه صادر کړي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې د يکشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، افغان حکومت باید دغه اقدام د بې ګناه وژل شويو افغانانو وینو ته د درناوي په خاطر وکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"زما پيغام افغان حکومت ته دا دی چې د انس حقاني په ګډون ټول هغه طالب بندیان چې د اعدام فیصلې پرې شوي، لطفاً، د خدای په لحاظ، د دې مظلوم ولس د وینو په خاطر دې یې اعدام کړي، په شریعت کې ښکلا ده په شریعت کې امن دی او دا د الله تعالی د دین حکم دی، درې محکمو پرې فېصله کړې، اعدام يې کړئ. "

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له خوا په کابل او څو نورو ولایتونو کې پرله پسې خونړۍ حملې وشوې چې له امله يې سلګونو نظامي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واښته.

افغان حکومت تېر کال په مې میاشت کې شپږ طالب بندیان چې د مرگ په سزا محکوم شوي وو، اعدام کړل.

دغه طالبان په کابل کې په یوه برید باندې تورن وو چې پکې له ٦٠ ډېر کسان وژل شوي وو.

د هېواد په زندانونو کې په اعدام د محکومو وسله والو مخالفینو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو د يو شمېر نا تائید شویو راپورونو له مخې، ویل کېږي چې دا مهال له ۵۰۰ نه پر زیاتو کسانو د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د اعدام حکم صادر شوی دی.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې کله نا کله یو شمېر مجرمین د قتلونو، بریدونو او زنا په جرم د اسلامي شریعت پر اساس اعدام شوي دي.

خو پر افغان حکومت خلکو، سیاسي ګوندونو او د ولس استازو تل دا انتقادونه کړي چې مجرمینو ته سزا نه ورکوي چې له امله یې په افغانستان کې نا امني او جنايي جرمونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د افغان حکومت او سترې محکمې نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

په ورته وخت کې يو شمېر حقوقي کارپوهان وايي، که څه هم د بندیانو د اعدامولو د حکم صلاحیت او اختیار ولسشمر لري، خو په دې برخه کې پکار ده چې ولسمشر د خلکو غوښتنو ته هم پام وکړي.

حقوقي کارپوه ودیر صافی
حقوقي کارپوه ودیر صافی

له دې ډلې ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل:

"که دا ګروپ د طالبانو وي چې خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکوي او خلک وژني او تخریبات کوي، نو اعدام ځکه ضرور دی چې نورو ته عبرت شي او امکان لري چې دوی د افغانانو په وړاندې له دې ډول کړنو لاس واخلي. "

ښاغلی صافی وايي، ولسمشر باید په داسې مسایلو کې ملي مصالح په نظر کې ونیسي او په پوره غور سره ګام واخلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG