د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

یو شمېر محصلین: کابل پوهنتون او لیلیه کې نشه کول عادي کار ګرځېدلی


افغانستان تر درېيو میلیونو ډېر معتادین لري، دا معتادين نه يوازې دا چې د خپلو کورنيو لپاره يو سرخوږی دی، بلکې ټولنه او بېلابېل دولتي او نادولتي موسسات يې هم له ډول ډول ستونزه سره مخ کړي دي، ان دا چې اوس نشو د افغانستان يو شمېر تعليمي او تحصيلي ادارو ته هم لاره موندلې ده.

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین په پوهنتونونو، لیلیو او عامه ځایونو کې د محصلینو له‎خوا د نشه‎يي موادو، په تېره بيا د چرسو استعمال د اندېښنې وړ بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د دوېیم کال محصل هدایت الله وايي چې څو ځله یې د پوهنتون په غولي کې یو شمېر محصلین لیدلي چې چرس یې څکول،خوهېچا یې مخه نه‎ده نیولې.

نوموړی وايي:

"زه پوهېږم چې محصلین په کوم ځای کې چرس څکوي، سګرېټ څکول خو يو معمول ګرځېدلی دی چې محصلین یې د پوهنځیو په مخکې او ان په ټولګیو کې هم څکوي."

دا محصلین وايي چې په عامه ځایونو، په تېره بيا د زده‎کړې په مرکزونو کې نشه‎يي مواد کارول ناوړه کار دی او پر هغو محصلینو بد اغېزکوي چې په رښتيا د زده‎کړې لپاره پوهنتون ته راځي.

د معالجوي طب محصل بصير احمد چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې اوسېږي وايي، نشه‎يي مواد نه یوازې دا چې د پوهنتون په صحن کې کارول کېږي، بلکې په لیلیه کې هم یو عادي کار ګرځېدلی دی.

دی وايي:

"په لیلیه کې یوازې سګرېټ نه، بلکې چرس او نور نشه‎يي مواد هم کارول کېږي، هلته سګرېټ ازاد دی، خو چرس او ځینې نور نشه‎يي مواد بیا په پټه استعمالېږي."

یو شمېر محصلین وايي، سره له دې چې دوی لیلیو ته د ننوتلو پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري تلاشي کېږي، خو بیا هم دې تلاشيو د نشه‎يي موادو مخه نه‎ده نيولې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد بیا وايي چې د کابل پوهنتون امنیتي مسئولینو تر دې مهاله له داسې پېښې سره نه‎دي مخ شوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي:

"تر اوسه موږ له داسې پېښو سره نه یو مخ شوي چې ګواکې په کوم پوهنتون کې دې نشه‎يي مواد استعمالېږي او پولیسو دې هغوی لیدلي وي، خو مخنیوی دي يې نه‎وي کړی. کله چې چا اړېکه نیولې، شکایت یې کړی او پولیس خبر شوي، نو اجرائت یې کړي دي."

له بلې خوا د لوړو زده‎کړو مسؤلین وايي چې دوی پوهنتونونه او لیلیې په دقت سره څاري.

د لوړو زده‎کړو د وزارت ویاند قهار جواد که څه هم په پوهنتونونو او لیلیو کې د نشه‎يي موادو د استعمال او نه استعمال په اړه څه ونه ویل، خو وايي چې دا عمل له پوهنتون څخه د محصل د ایستلو لامل ګرځي.

جواد زیاتوي:

"له بده مرغه چي سګرېټ څکول معمول دی او موږ له دې ستونزې څخه د خلاصون پر لارو چارو کار کوو، خو د چرسو او نورو نشه‎يي موادو د استعمال په اړه د لوړو زده‎کړو له مقررې سره سمهر محصل چې په پوهنتون یا لیلیه کې د نشه يي موادو د استعمال په تور وپېژندل شي، له پوهنتون څخه د ايستلو تر حده جزاء ورکول کېږي. "

د وړاندې شويو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر دريو میلیونه ډېر خلک په نشو اخته دي چې ډېری یې ځوانان دي.

د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د پوهاوي نشتوالی، بېکاري، بېوزلي، نا امني او کورني جنجالونه هغه عوامل دي چې یو شمېر ځوانان يې په نشو اخته کړي دي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG