د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

د تاجکستان د فوټسال لوبډلې افغان لوبډلې ته ماته ورکړه


د ۲۰۱۸ میلادي کال د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې تېره شپه د افغانستان د فوټسال لوبدلې تاجکستان ته ۳ د ۴ پروړاندې لوبه وبایلله.

د دغو سیالیو په جریان کې د ایران د فوټسال لوبدلې د دوشنبې په شپه افغان لوبډلې ته ۸ د ۲ پر وړاندې ماته ورکړه.

په دې ډول د فوټسال لوبډله له دغو سیالیو څخه ووته.

د اسیا د فوټسال د ملتونو جام سیالۍ د ۲۹ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ روانه اوونۍ پیل شوې او د عقرب میاشتې تر ۲۱ مې دوام کوي.

افغان لوبډله د فوټسال په نړیوال جدول کې ۹۴م ځای لري.

XS
SM
MD
LG