د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

په کندز کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ وده موندلې ده


د کندز ولایت یو شمېر فرهنګیان او تعلیم یافته ځوانان وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په کندز کې د ځوانانو ترمنځ د کتاب مطالعې وده کړې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه فرهنګ مېنه‎وال د ودې په حال کې دي.

د کندز د مدني ټولنې یو تن فعال عبدالسلام صمدي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې باید هر انسان د کتاب مطالعې سره مېنه ولري، ځکه مطالعه د انسان د معلوماتو په بډاینې کې ډېره مرسته کوي.

صمدي وايي:

"هغه کسان چې د کتاب مطالعې سره مېنه لري، هغوی د ټولنې د پرمختګ په برخه کې ډېرې هڅې کوي او په کندز کې هم د ځوانانو لېوالتیا د کتاب لوستولو ته ډېره شوې ده."

د یو شمېر فرهنګیانو په ان مطالعه انسان ته اجتماعي عادت پیدا کوي او کوم کسان چې تل مطالعه کوي، نو هغوی ته په بېلابېلو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون انګېزه پیدا کېږي.

د کندز د پوهنتون د تاریخ د څانګې یو تن محصل نصیر احمد په دې اړه وايي:

"ځوانان باید له کتاب سره اشنایي پیدا کړي، ځکه مطالعه د انسان په وجود کې ډېر مثبت تغیرات راوستلای شي او ځوانان باید د خپل د بریا او د ټولنې د پرمختګ په خاطر له مطالعې سره مېنه پیدا کړي."

په ورته وخت کې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد ګلستان خیر اندیش بیا وايي، هغه کسان چې له ښوونځي او پوهنتون مخکې مطالعه کوي او له مطالعې سره مېنه لري، نو دغه شان ځوانان په ښوونځي او پوهنتون کې له ښې زده کړې څخه برخمن وي.

ښاغلی خیرانديش زیاتوي:

"موږ باید هڅه وکړو، څو د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ ته نور هم وده ورکړو، ځکه مطالعه د انسان د فهم او زده‎کړې لپاره جدي اړتیا ده او پرته له مطالعې ځوانان خپلو اهدافو ته نه‎شي رسېدلی."

د معلوماتو له مخې اوس مهال د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په عامه کتابتون کې پر بېلابېلو موضوعاتو ليکل شوي څه باندې ۷۰۰۰ زره جلده کتابونه په دې کتابون کې موجود دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون مسؤل محمد سلیم سروري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پخوا په پرتله د کندز په کچه د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ وده موندلې او هره ورځ دلته ځوانان د مطالعې لپاره راځي او د کتابتون له کتابونو د خپل د مونوګرافونو، سیمنارونو او د نورو درسي پروګرامونو مواد راټولوي او ګټه ورڅخه اخلي."

په کندز کې اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د عامه کتابتون ترڅنګ په یو شمېر نورو اکاډمېکو بنسټونو کې هم کتابتونونه جوړ شوي دي، خو بیا د مطالعې یو شمېر مېنه‎وال او محصلان وايي چې دغه کتابتونونه لا هم ډېرو مسلکي کتابونو ته اړتیا لري، ځکه ډېری وخت دوی د خپل د خوښي او اړتیا وړ کتابونه په اسانۍ سره نه‎شي پیدا کولای.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG