د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

روغتیا وزارت: په هېواد کې هر کال ۲۵ زره کسان د یوې سترګې لید بایلي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې هر کال ۲۵ زره کسان د یوې سترګې لید بایلي.

دغه څرګندونې نن یکشنبه په کابل کې د میزان د ۲۴مې یا د نابینایانو د نړیوالې ورځې په اړه په جوړو شویو مراسمو کې شوې دي.

نابینایان که څه هم د لیدو توان نه‌لري، خو ژوند او پرمختګ ته هیله‌مند دي او غواړي چې د ټولنې د نورو غړو په شان، د ژوند په چارو، زده‌کړو او د هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.

د دوی له ډلې دوه تنه نابینایان وایي:

"عبدالعزیز یم، په هېواد کې جنګونه د دې لامل شول چې د خلکو د فکر کچه او اندېښنه د نابینایانو پر وړاندې کمه شي، له همدې امله خلک له موږ سره ښه چلند نه‌کوي."

"حسنا یم، خوښه یم چې زده‌کړې وکړم او تحصیل پای ته ورسوم او د ټولنې د نورو غړو په شان، د هېواد بچیانو ته خدمت وکړم."

د میزان ۲۴مه د نابینایانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو ډېری نابینایان له دغې ورځې خبر نه‌دي.

د هېواد ځیني نابینایان له ستونزو شکایت کوي او وایي:

"محمد یونس یم، نابینایان په ټولنه کې ډېرې ستونزې لري، له موږ سره ښه چلند نه‌کېږي، منفي القاب راته ویل کېږی او د زده‌کړو لپاره مو هم ښه زمینه نه‌ده برابره."

د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وايي، په افغانستان کې د نابینایانو شمېر ۵ لکو ته رسېږي.

د سترګو ځیني متخصصین وايي، یاد کسان د ویټامین «اې» د کموالي، د سترګو د فشار د لوړېدو او ځیني نورو ناروغیو له امله په دغې ستونزې اخته کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د سترګو د ۹۰ فیصده ناروغیو درملنه ممکنه ده او مخنیوي یې کېږي.

د روغتیا د نړیوالو سازمانونو څېړنې ښيي چې په نړۍ کې د نارینه نابینایانو په پرتله، نابینا ښځې زیاتې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سترګو د څار ګرځنده کمپاین د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې پیل کړی دی.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان د نابینایانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، د سترګو د څه باندې ۱۷۰ ناروغانو درملنه شوې او د څه باندې ۱۱ زرو او ۵۰۰ کسانو د سترګو کمزوری شوی لید، بېرته رغېدلی دی.

په ورته وخت کې د سترګو د څار د ګرځنده کمپاین مسؤل رشید قیومي وايي، د هېواد په ګڼو ولایتي روغتونونو کې، د سترګو د درملنې څانګې نه‌شته.

ښاغلی قیومي د دغې ناروغۍ د مخنیوي په اړه وايي:

"څوک چې د سترګو فشار لري او یا یې سترګې سرې او دردېږي، باید ډاکتر ته ورشي او هغوی چې عمر یې زیات وي، باید ډېر ویټامین واخلي."

بل‌خوا د نابینایانو د ټولنې مرستیال عبدالشاهین حسام وايي، د حکومت له‌خوا باید د نابینایانو د درناوي په هدف، د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

دی له خلکو هم غواړي چې له دوی سره ښه چلند وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG