د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۹

افغانستان به کله د شانګهای سازمان غړیتوب تر لاسه کړي؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شانګهای سازمان د تماس ډلې د غونډې ګډونوالو په دغه سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې له دې بیان سره ټینګار وکړ چې د سیمې ډېرو هېوادونو موافقه کړې تر څو د افغان دولت پر ضد د وسله والو مخالفینو پر وړاندې به له خپل نفوذ څخه استفاده کوي.

خو هغه څه چې ډېر مهم دي هغه، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د غړیبوب لپاره د تماس د ډلې د ملاتړ خپلول دي.

دا چې افغانستان به کله دا غړیتوب تر لاسه کړای شي د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې په اړه وايي:

شکیب مستغني.
شکیب مستغني.

"دا په دې پورې اړه لري چې د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د افغانستان غوښتنه څه وخت هغه پړاونه پوره کوي، خو د دغې پروسې د چټکتیا لپاره ټولو ګډون کونکو هېوادونو د افغانستان د غوښتنې ملاتړ وکړ."

ښاغلی مستغني وايي، د افغانستان په اړه د تماس ډلې د راتلونکي غونډې رهبري افغانستان ته ورکول او په همدې ډول له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو پراخول نور هغه څه دي چې د تماس د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره منلي دي.

کابل له تماس ډلې نه وغوښتل چې د دې ناستې د راتلونکو غونډو مشري ورکړي

د شانګهای د همکاریو سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د امنیتي همکاریو په هدف د شپږو هېوادونو روسیې، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان لخوا رامنځته شو.

د شانګهای سازمان غونډه.
د شانګهای سازمان غونډه.

هندوستان او پاکستان هم سږ کال د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کړ خو افغانستان پکې تر اوسه د ناظر غړي په توګه برخه اخلي.

افغانستان ته د بشپړ غړیتوب لپاره د ملاتړ موضوع داسې وخت مطرح کېږی چې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهانو په نظر د افغانستان بشپړ غړیتوب د دغه هېواد د امنیت او اقتصاد لپاره خورا ګټور دی.

له ډلې موسی جعفري ازادي راډیو ته وویل.

"د شانګهای په سازمان کې د افغانستان غړیتوب فوق العاده اهمیت او ارزښت لري، له دې اړخه چې چین او روسیه په راس کې قرار لري او ډېر وګړي یې تر پوښښ لاندې راوستلي دي، هغسې چې ولسمشر خپل بهرنی سیاست پر پنځو برخو ویشلی او یوه برخه ېی د سیمې هېوادونه دي نو ځکه دا سازمان کولای شي په دې برخه کې ښه رول ادا او د افغانستان موضوعات وڅاري."

د جعفري په وینا د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه چې په سیمه کې ځانګړی اغېز لري کولای شي د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې اغیزناک رول ولوبوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG