د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

په ځینو ویبپاڼو کې د عکسونو خپرېدو له امله د تاجکستانۍ ښځو شکایتونه


د تاجکستان پولیس وايي، یو شمېر ځوانو ښځو ورته شکایت کړی چې د دوی شخصي او خصوصي عکسونه په یو شمېر ویب پاڼو کې خپاره شوي دي.

دغلته له یو شمېر ځوانو ښځو څخه، د دوی د خصوصي عکسونو د لرې کولو په بدل کې پیسې غوښتل شوي دي.

فرنګیس چې د دوشنبې ښار ۲۲ کلنه ممثله او نڅاګره اوسېدونکې ده، وايي، کله یې چې د انسټاګرام پر یو جعلي اکاونټ خپل ځیني شخصي عکسونه د نورو ښځو له بربنډو او نیمه بربنډو عکسونو سره ولیدل نو ټکان یې وخوړ.

نوموړې وايي، دا عکسونه د دې د شوسل میډیا له اکاونټونو اخیستل شوي او بیا د بربنډو او نیمه بربنډو ښځو له عکسونو سره داسې په یو اکاونټ کې خپاره شوي چې لیدونکو ته په لومړي نظر د دې تاثر ورکوي چې ګوندې دا ټول د یو کس عکسونه دي.

د تاجکستان پولیسو د فرنګیس خبره تائید کړې او ویلې یې دي چې دوی په دې اړه څېړنه پیل کړې.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر لسو زیاتو ښځو ورته شکایت کړی چې په ورته توګه هدف ګرځول شوي دي او ځینو خو هغو خلکو ته چې دوی یې بلک میل کړې وې د خپلو عکسونو د لرې کېدو په بدل کې پیسې ورکړي.

ځینو ښځو د عکسونو لېرې کولو لپاره پیسې ورکړي.
ځینو ښځو د عکسونو لېرې کولو لپاره پیسې ورکړي.

فرنګیس وايي، د دا ډول عکسونو خپراوی د دې د بدنامۍ سبب شوی او ځینې خلک دا نه مني چې دا عکسونه دې نه دي خپاره کړي.

هغه وايي، د دې سره د یو شمېر نورو تاجکستاني نجونو عکسونه هم خپاره شوې خو هغوی د ویرې او نورې رسوایۍ څخه د ځان ساتلو په خاطر نه غواړي چې له دې سره یوځای پولیسو ته شکایت وکړي.

د تاجکستان د بشري حقونو په مرکز کې حقوقي وکیل عبدالرحمن شریفوف ازادي راډیو ته وویل، ګڼې کورنۍ غواړي چې دا ډول ستونزې په خصوصي توګه بلک میل کونکو ته د پیسو ورکولو په بدل کې حل کړي، ځکه دوی نه غواړي چې پولیسو ته په تلو خبره نوره هم رسوایۍ ته وباسي.

خو شریفوف ټینګار کوي چې د دا ډول پېښو قربانیان دې پیسې نه ورکوي بلکې قانون ټینګونو ادارو ته دې راپور ورکړي.

پولیس: له ځينو نجونو دا عکسونه د دوستۍ په نوم اخیستل شوي.
پولیس: له ځينو نجونو دا عکسونه د دوستۍ په نوم اخیستل شوي.

پولیس وايي، له هغو نجونو او ښځو چې نامناسب عکسونه یې خپاره شوي ځینې یې د دوستۍ په نوم تیر ایستل شوي او خصوصي عکسونه ترې اخیستل شوي او د ځینو نورو سلفي او نور عکسونه بیا له ټولنیزو رسنیو غلا شوې دي.

ګڼ له دې غلا شویو عکسونو څخه په انسټاګرام اکاونټونو کې د قربانیانو له ريښتینو نومونو او په ځینو مواردو کې له سمو ټلیفون شمېرو سره خپاره شوي دي.

یو شمېر له دې اکاونټونو څخه وروسته له هغې چې قربانیانو پولیسو ته شکایت وکړ ډیلیټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG