د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د ټرمپ او ټېلرسن ترمنځ د اختلافاتو په اړه راپورونه او اندېښنې


راپورونه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ده د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټیلرسن ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي.

په یوه تازه مورد کې ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د «ای کیو» یا ذهني وړتیا معلومولو په ازموینه کې کولای شي پر ټېلرسن بریالی شي.

رسنۍ وايي، د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې ښايي د امریکا پر بهرنۍ پالېسۍ شکونه زیات کړي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ده د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د اختلافاتو په اړه وروسته له هغې اندېښنې نورې هم زیاتې شوې چې ولسمشر ټرمپ پرون ټېلرسن ته چلنج ورکړ چې کولای شي د «ای کیو» یا د ذهني وړتیا د معلومولو تېسټ ترې وګټي.

خو سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ پر دې څرګندونو یوه شوخي کړې ده.

ولسمشر ټرمپ، ټېلرسن ته دا چلنج د فور بس مجلې سره مرکه کې هغه مهال ورکړ چې کله ترې د ده او ټېلرسن ترمنځ د روابطو په اړه او په دې اړه چې ګوندې رکس ټېلرسن دا «نادان» بللی، پوښتنه وشوه.

ولسمشر ټرمپ وویل که چېرې دا خبره سمه وي، چمتو دی چې له ټېلرسن د «ای کیو» یا ذکاوت د معلومولو ازموینه ورکړي، وبه کتل شي چې څوک ګټونکی دی.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، ولسمشر ټرمپ په دا ډول څرګندونو غوښتل د ده او رکس ټېلرسن ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه کم اهمیته او ساده وبولي، خو «هغه څه» ته په پام چې د امریکا د دې دوو چارواکو تر منځ په دې وروستیو کې روان و د نوموړي خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو سره د دې خطر شته چې د ټېلرسن ډیپلوماتیک نوښتونو ته په کمه وکتل شي او د امریکا د بهرنیو پالېسیو په اړه د دې هېواد د متحدانو او مخالفینو ترمنځ شکونه راپورته شي چې ایا رکس ټېلرسن"رښتیا هم د امریکا له دریځ څخه خبرې کوي او د سپینې ماڼۍ ملاتړ لري او که نه؟"

د اسوشیټېډ پرس په وینا دا شکونه کولای شي چې د شمالي کوریا د اټمي کړکېچ او د ایران سره د اټمي توافق د برخې په توګه د امریکا د پاتې کېدو یا نه‌پاتې کېدو په شمول پر یو شمیر نړیوالو مسئلو اغېز وکړي.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د نوموړي له دې څرګندونو وروسته چې ویل‌یې له ټېلرسن سره د ‌‌‌‌ځیرکتیا د معلومولو ټسټ ته چمتو دی او له ټېلرسن او جېمز مټېس سره د غرمنۍ تر خوړولو مخکې وویل، پر ټېلرسن بشپړ باور لري.

خو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ ته نږدې کسانو ویلي چې د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټېلرسن څخه د ولسمشر ټرمپ مأیوسي په زیاتېدو ده.

XS
SM
MD
LG