د افغانستان د بدن ښکلا د برخې افغان لوبغاړی یاسین سالک قادري نن چهارشنبه کابل ته راورسېد.
د ځوانانو د بدن د ښکلا د لوبډلې روزونکي میر نصرتالله انصاري نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د قادري د ښه راغلاست لپاره سلګونه لوبغاړي او کابل ښاریان د حامد کرزي هوایي میدان ته ورغلي وو او خپل اتلیې په چکچکو او ګلانو بدرګه کاوه.
یاسین سالک قادري د «WBPF» یا د نړیوالو سیالیو په نهم پړاو کې د بدن د ښکلا د ستوري یا د مسټر ورلډ لقب خپل کړی دی.