فيفا يا د فوټبال نړيوال فدراسيون وايي چې د پاکستان د فوټبال فدراسيون غړيتوبيې د درېيمګړي د لاسوهنې له کبله ځنډولى دى.
په سويس کې دېره د فيفا ادارې نن چهارشنبه وويل، د پاکستان د فوټبال فدراسيون دفترونه او حسابونه د هغه مسؤل شخص په کنټرول کې دي چې د محکمې لهخوا ګمارل شوي چې دا مسئله د فوټبال د دې نړيوالې ادارې له اصولو او د خپلواکۍ له اصل سره په ټکر کې ده.
د فيفا تر دې پرېکړې وروسته د پاکستان ملي او د کلبونو ټيمونه نهشي کولاى چې په کومه نړيواله مسابقه کې برخه واخلي.
دغه بنديز به هغه وخت لیرې کېږي چې د پاکستان فوټبال فدراسيون د خپلو دفترونو او حسابونو کنټرول، په خپل لاس کې واخلي.
په پام کې وه چې د پاکستان ملي ټيم د جنوبي اسيا د فوټبال فدراسيون د جام په سيالیو کې برخه واخلي چې د بنګلهدېش په کوربهتوب په راتلونکې سپټمبر مياشت کې ترسره کېږي.