د استرالیا پخوانی توپ وهونکی او د کرکټ مبصر ډین جونز د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د موقت روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډین جونز به د هانک کانګ په راروانه دوره کې د افغانستان د ملي ټیم روزونکی وي.
افغان کرکټ بورډ وايي، د هانګ کانګ له لوبو وروسته به په دایمي ډول د روزونکي په توګه، د ډین جونز د ټاکلو په اړه دواړه خواوې خبرې وکړي.
د استرالیا دغه پخواني مخکښ لوبغاړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، خوښ دی چې د هانګ کانګ په دوره کې د افغانستان د ملي ټیم د روزونکي په توګه ګمارل شوی دی.
ډین جونز په کابل کې د شپږیزې په کورني کرکټ سیالیو کې د بهرني مبصر په توګه موجود و.