د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د عاشورا مراسمو پرمهال وېشل شوي وسلې به راټولې شي که نه؟


څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د عاشورا د مراسمو د ښه لمانځلو په هدف نږدې پنځه سوه ځوانانو ته وسلې وویشلې.

امنیتي مسؤلینو خبر ورکړ چې دا کار يې د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په هدف کړی دی، که څه هم یو شمېر خلکو امنیتي ځواکونه تورن کړل چې د ملي او مذهبي ورځو د امنیت ساتنې په برخه کې پاتې راغلي ځکه د دغه ډول مراسمو د لمانځلو پر وخت عام خلک وسله وال کوي.

اوس له یو شمېر خلکو سره دا اندېښنه ده چې ایا له دې پنځه سوه ځوانانو څخه به دا وسلې راغونډې شي او کنه.

د حقیقت څه دی د دې اوونۍ خپرونه مو همدې مسئلې ته ځانګړې کړې ده او په اړه يې د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام د کابل د ګارنېزیون له سرپرست قوماندان جنرال افضل امان سره غږېدلی دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG