د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د ولسمشر ټرمپ او سناتور کورکر ناندرې او پېغورونه


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او جمهوري غوښتونکي سناتور باب کورکر ترمنځ ترخې ناندرۍ تبادله شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي سناتور باب کورکر وړمه ورځ یو بل ته ترخه پیغامونه ورکړل او دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ ښايي په راروانه یوه اوونۍ کې له ایران سره د لوېدیځ اټمي موافقه بې‌اعتباره اعلان کړي.

څارونکي وايي چې د دې موافقې فسخه کېدل ښايي د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ لا زیات او پنځه نور اړخونه چې دا موافقه‌یې لاسلیک کړې ده، اندېښمن کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر کورکر د لفظي حملو په ترڅ کې پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل:

"کورکر زارۍ راته کولې چې په ټینسي ایالت کې د سناتور په توګه د ده د بیا انتخاب ملاتړ وکړم، خو ما د ده غوښتنه رد کړه او دی له سیالۍ پاتې شو."

ټرمپ همداراز لیکلي:

"کورکر غوښتل د بهرنیو چارو وزیر شي، خو ما ورته وویل چې نه، دا کار نه‌شي کېدای."

ټرمپ زیاتوي:

"سناتور کورکر تر ډېره له ایران سره په اټمي موافقه کې مسؤل دی."

کورکر په تېر سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د اوسنۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته به د سناتور په توګه له دندې تقاعد وکړي او بیا به ځان کاندید نه‌کړي، خو ښاغلي کورکر د ټرمپ د پیغام په ځواب کې ولیکل چې د سپینې ماڼۍ لپاره د ډېر شرم خبره ده چې د لویانو په وړکتون بدله شوې او لکه چې نن سهار هلته له کوم چا څخه خپله دنده هېره شوې ده.

ښاغلي کورکر وروسته له دې چې په انتخاباتو کې له ګډون څخه منصرف شو، پر ولسمشر ټرمپ انتقادونو ته زور ورکړ.

هغه د یکشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې ترمپ خپل دفتر د یوې ټلوېزیوني نندارې په څېر اداره کوي او هېوادونو ته داسې بې‌پروا ګواښونه کوي چې ښايي امریکا د درېیمې نړیوالې جګړې تر حده ورسوي.

جمهوري غوښتونکی سناتور باب کورکر
جمهوري غوښتونکی سناتور باب کورکر

له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو، امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني د اټمي موافقې له مخې د ایران پر اټمي پروګرام محدودیتونه ولګول شول او په بدل کې یې پر تهران د لګول شویو بندیزونو د نرمولو ژمنه وشوه.

ټرمپ په وار وار دا موافقه چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوه، غندلې ده او تېره میاشت‌یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل، دا تر ټولو بده او یو اړخیزه موافقه ده چې متحده ایالاتو لاسلیک کړې ده.

که ټرمپ له ایران سره اټمي موافقه فسخه کړي، نو کورکر چې د سنا د بهرنیو اړیکو د ځواکمنې کمېټې مشر دی، ښايي پر ایران د دې موافقې له مخې، د لګول شویو بندیزونو د پر ځای ساتلو یا له‌منځه وړلو په چاره کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG