د کانګفو ملي ټيم ته د غوره لوبغاړو د معرفي کولو په هدف، نن شنبه په کابل کې د دغو سیالیو اتم پړاو پیل شو.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو په ګټګوریو کې له ۲۵ ولایتونو څخه، څه باندې۲۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.
د دغو سیالیو هدف چی درې ورځې به دوام وکړي، د کانګفو د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او د لویانو ملي لوبډلو ته د۶۰ تکړه لوبغاړو انتخابول دي.