د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

افغان ۱۹کلن کرکټ ټیم له بنګله دېش نه پنځمه یو ورځنۍ لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ نوولس کلنو ملي ټیم بنګله دېش ته په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه.

افغان ټیم په دې بریا سره وتوانېد د پنځو لوبو دا جام هم له بنګله دېش څخه وګټي.

د نن ورځې په لوبه کې افغان نوولس کلنو ټیم بنګله دېش ته ۲۴۰ منډې هدف ټاکلی و خو کوربه ونه توانېد دغه هدف ته ورسېږي او په ۲۰۶ منډو یې ټول لوبغاړي اوټ شول.

د افغان ټیم لپاره په ۲۴۰ منډو کې ابراهیم ځدراڼ ۸۳ او درویش رسولي پنځه اویا تر ټولو زیاتې منډې کړې وې او په بالنګ کې هم وفادار مومند ۴ ویکټې، قیس کلیوال ۳ او مجیب دوه ویکټې واخیستې.

د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ټیم تر دې مخکې د پنځو لوبو دوه ګټلې وې او د نن ورځې بریا د جام د ګټلو لپاره وه.

دا لوبې د سپټمبر له اته ویشتمې پيل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

پخواني معلومات

د افغانستان د کرکټ نوولس کلنو ټیم بنګله دېش ته په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی دی.

دا لوبه نن د بنګله دېش په کوربه توب په سیلهټ سټېډیوم کې روانه ده.

د نن ورځې په لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۸۳ او درویش رسولي ۷۵ تر زیاتې منډې جوړې کړي دي.

د لوبې ګټونکی ټیم به د پنځو یو ورځینو لوبو ټول سیریز وګټي.

له دې مخکې افغانستان له څلورو لوبو دوه ګټلي یوه یې د باران د اورښت په سبب مساوي کړې او یوه یې بایللې ده.

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي نولس کلن ټیمونو تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو دا ټورنمنټ د سپټمبر په اته ویشتمه پيل شوی و.

XS
SM
MD
LG