د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۲

د افغانستان د جودو ۶ کسیزه لوبډله ازبکستان ته لاړه


د افغانستان د جودو ۶ کسیزه لوبډله د ازبکستان د جودو په اسیایي سیالیو کې د ګډون په هدف، نن چهارشنبه د دغه هېواد په لور روانه شوه.

د جودو فدراسیون سکرتر جنرال ذبیح‌الله نظري ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالیو کې د شااوخوا ۳۵ اسیایي هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي او درې ورځې دوام کوي.

ښاغلي نظري وویل چې د جودو افغان لوبغاړي د دې سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او هیله لري چې بریاوې به خپلې کړي.

XS
SM
MD
LG