د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

نیویارک ټایمز: افغانستان کې ستر پرمختګ د رسنیو د ازادۍ په برخ کې دی


د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ایوراشیا ریوو:

ایوراشیا ریوو خپرونه تر دې سرلیک لاندې چې «د افغانستان حکومت باید پر ایران فشار راولي چې د سوریې جګړې ته کډوال استخدام نه کړي» د افغانستان د ملي شورا د وکیلانو د دې غوښتنې په اړه په یوه مطلب کې لیکي، وکیلانو د دوشنبې په ورځ له حکومته وغوښتل چې پر تهران فشار راولي چې د سوریې جګړې ته په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لېږل ودروي.

خپرونې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد اصف صدیقي څرګندونې را اخېستي چې ویلي یې دي، حکومت باید په دې برخه کې پر ایران جدي فشار راولي چې له افغانانو د یوې وسیلې په توګه کار وانخلي او درېیم هېواد ته یې د جګړې لپاره وانستوي.

د ولسي جرګې غړي عبدالحفیظ منصورعرب نیوز ته ویلي چې موږ یوازې دا مسئله غندلې او نور څه مو نه دي کړي، حکومت ته پکار ده چې اقدام وکړي او کاري فرصتونه رامنځته کړي چې خلک دې ته اړنشي چې له هېواده وتښتي او د نورو د لاس اله وګرځي.

د خپرونې په وینا، کابل دا مسئله له تهران سره شریکه کړې، خو ورته ویل شوي چې دغه کډوال په خپله خوښه دغې جګړې ته ځي.

د سوریې جګړې ته په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په تېره بیا ماشومانو او تنکيو ځوانانو د استولو مسئله څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان «هیومان رایټس واچ» راپورته کړه او ویې ویل چې په ایران کې په هغو هدیرو کې چې د سوريې د جګړې وژل شوي ګډونوال پکې ښخ شوي، پر څو قبرونو د کښل شویو نومونو او د هغوی له عمرونو دا ښکاره شوې چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ډېر کم عمره افغان ماشومان یا تنکي ځوانان هم د سوریې جګړې ته استولي دي.

نیویارک ټایمزاو ګارډین:

نیویارک ټایمزاو ګارډین ورځپاڼو له کابله چاپېدونکې د اطلاعات روز ورځپاڼې اړوند لانجې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، له ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې یو ستر پرمختګ چې په افغانستان کې شوی، هغه د اطلاعاتو او رسنیو د ازادیو په برخه کې دی.

خو د ورځپاڼې په وینا، له دې سره رسنۍ چې په دې موده کې یې فعالیتونه د مرستندویانو په مالي مټ مخ ته تللي، اوس نه یوازې له مالي پلوه له ستونزو سره مخ دي، بلکې له سیاسي فشارونو سره هم مخ دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې سرمحرر ذکي دریابي نیویارک ټایمز ته ویلي، د هغه انتقادي راپورونو په اړه چې د ولسمشر اشرف غني پر حکومت شوي او ده په خپله ورځپاڼه کې چاپ کړي، حتی د خپل پلار چې د غني یو ملاتړی دی، اړیکې یې هم ورسره خراب شوي دي.

دی وایي، پلار یې نه پوهېږي چې ولې یې زوی په دا ډول لیکنو سره خپلو ملګرو ته شرموي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د اطلاعات روز ورځپاڼې تېره اوونۍ د هغه سند په ارتباط یو شمېر لیکنې خپرې کړې چې په جمهوري ریاست کې د پښتنو د قوم په پلوۍ پر موضوعاتو څرخي.

د ورځپاڼې په وینا، دا هغه حساسه مسئله ده چې په افغانستان کې یې د برابرۍ لپاره له ډېرې مودې راهیسې هلې ځلې شوې دي.

ګارډین ورځپاڼې په دې اړه له یو لړ څرګندونو وروسته د ښاغلی دریابي هغو څرګندونو ته هم پام اړولی چې ویلي یې دي، په ډېرې سختۍ د خپلې ورځپاڼې فعالیت تمیلوي او د کارکونکوو تنخواوې ورکوي، خو د یوې افغاني رسنۍ په توګه په دې ویاړي چې دغه سپیڅلی مسلک مخ ته وړي.

ګارډین د طلوع نیوز د شبکې د مشر لطف الله نجف زاده هغه څرګندونې هم راخېستي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د رسنیو له پراختیا سره د چارواکو او سخت دریځو د فشارونو په وړاندې د اطلاعات روز په څېر د کوچنیو ورځپاڼو د خونديتوب لپاره پیوستون هم پراخ شوی دی.

هغه وایي، هغه اتحاد چې نن ورځ په افغاني رسنیو کې شته، د نړۍ په بل هېڅ ځای کې یې دی ساری نه ویني.

نجف زاده وایي، دوی په دې پوه دي چې که نن دوی په اطلاعات روز پسې راخېستې، سبا د بلې یوې وار دی.

XS
SM
MD
LG