د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

امریکا پر تاتار مشر "عمروف" لګېدلي تورونه رد او د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د کریمیا د ټاپووزمې له روسي چارواکو غوښتي چې دغلته دې د تاتارانو بندي کړی مشر ایلمي عمروف خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې د بېلتون غوښتنې په تور په دوه کاله بند د عمروف محکومول غندل شوي او دا قضیه‌یې له بې‌عدالتیو ډکه بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز یو ځل بیا کریمیا د اوکراین برخه بللې او ویلي یې دي چې دا ټاپووزمه په غیر قانوني توګه د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ کې له روسیې سره یوځای کړی شوې ده.

په اعلامیه کې امریکا د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ په ډاګه کړی.

د تاتارانو مشر ایلمي عمروف
د تاتارانو مشر ایلمي عمروف

تاتار مشر عمروف د سپټمبر په ۲۷مه د کریمیا په مرکز سیمفروپول کې د روسیې له‌خوا ټاکل شویو قاضیانو په دوه کاله بند محکوم کړ.

ویل کېږي چې عمروف به هغه زندان ته استول کېږي چې عموماً له فابریکو او یا زراعتي فارمونو سره نږدې وي او بندیان په‌کې کار کولو ته اړ ایستل کېږي.

راپورونه وايي، محکمې ایلمي عمروف تر هغه څه په زیاته سزا محکوم کړ چې څارنوالانو یې غوښتنه کړې وه.

څارنوالانو د نوموړي لپاره د درې کاله تعلیقي بند او درې کلونو لپاره له ټولنیزو فعالیتونو څخه د ممانعت غوښتنه کړې وه.

عمروف ویلي چې د اروپايي ټولنې د بشري حقونو په محکمه کې به د استېناف غوښتنه وکړي.

د کریمیا د تاتارانو دا مشر چې د شکر او پارکین سنس په ناروغیو هم اخته دی، د ۲۰۱۶ میلادي کال په مې میاشت کې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې د بېلتون غوښتنې په تور ونیوه.

اروپايي ټولنې د عمروف محاکمه له بشري حقونو څخه د کریمیا د چارواکو یوه څرګنده سرغړونه او د کریمیا په ټاپووزمه کې د مېشتو تاتارانو د ځپنې یوه بله نمونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې په هغه راپور کې چې د سپټمبر په ۲۲مه خپور شوی، ویل شوي چې د روسیې له‌خوا د کریمیا د ټاپووزمې تر اشغال وروسته، دغلته ځیني خلک تري تم شوي، شکنجه شوي او له نړیوالو بشري قوانینو جدي سرغړاوی شوی دی.

ټاکل شوې ده چې اروپايي پارلمان به د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه کې په کریمیا کې د عمروف او دغلته د نورو فعالانو په نیول کېدو او بندي کېدو تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG