د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۱

افغان ولسمشر یو شمېر افغان لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار هغو افغان لوبغاړو ته نغدي جایزې ورکړې چې د ترکمنستان له اسیايي سیالیو یې مډالونه ګټلي و.

ارګ ماڼۍ په دې باب په یوه بیان کې ویلي چې افغان ولسمشر نن سهارنۍ له دې لوبغاړو سره وکړه او وروسته یې لوبغاړو ته نغدي جایزې او ستاینلیکونه وسپارل.

د اسیايي هېوادونو صالون دننه سیالۍ د سپټمبر په ۱۴ پیل او په ۲۷ پای ته ورسېدې.

له دې لوبو نه حسین بخش صفري د سرو زرو مډال وګاټه.

یوه افغان لوبغاړې د سپینو زرو مډال په غاړه کړ او لسو نورو یې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل چې له مخې یې افغان ټیم د ۶۲ اسیايي هېوادونو تر منځ ۲۶مقام خپل کړ.

افغان ولسمشر له دغو لوبغاړو سره مخکې له مخکې ژمنه کړې وه چې د اسیا له سیالیو د مډال په ګټلو سره به د طلا مډال راوړونکي ته لس زره ډالره، د نقرې ګټونکي ته پنځه زره ډالره او برنزو ګټونکي ته درې زره ډالره جایزه ورکوي.

XS
SM
MD
LG