د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د سالنګ تونل د بیارغونې په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو انتقاد


د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ تونل د بیارغونې اساسي کارونه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پيل شي.

ولسي جرګې د سالنګ تونل او لویې لارې د بیارغونې د کار په ځنډ انتقاد وکړ او په دې اړه یې د وضاحت لپاره د فواید عامې وزارت، کورنیو چارو وزارت او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي استجواب کړل.

وکیلانو وویل چې هر کال د سالنګ د بیارغونې لپاره بودجه تصویبېږي، خو په دې برخه کې هېڅ کار نه دی شوی.

د ولسي جرګې غړي حبیب افغان په چارواکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې حکومت په دومره موده کې نه دی توانېدلی چې د سالنګ تونل بیاورغوي.

ښاغلی افغان وایي:

"۷ کاله کېږي چې پارلمان سالنګ ته ځانګړې کړې بودجه تصویبوي، خو بنیادي کار مخ ته نه ځي، که په دغو ۷ کلونو کې د سالنګ د بیارغونې کارونه عادي شروع شوي وای، اوس به سالنګ جوړ و، لارې به نه بندېدې او انساني تلفات به مو نه درلودل. "

د سالنګ تونل چې د شمال ۹ ولایتونو له مرکز کابل سره نښلوي، ۵۰ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی چې د جنګي او نامناسبو شرایطو له امله زیانمن شوی او بیارغونې ته یې جدي اړتیا ده.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې دغه تونل دوه ځله د نړیوالې ټولنې له خوا ورغول شو، خو دا چې د سالنګ موسمي شرایط په پام کې نه وو نیول شوي او تخنیکي نیمګرتیاوې موجودې وې، بېرته خراب شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن صلاحي چې د ولسي جرګې په استجوابیه غونده کې یې خبرې کولې، ویې ویل چې د سالنګ تونل د بیارغونې اساسي کارونه به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پيل شي.

ښاغلی صلاحي وایي:

"په۲۰۱۸ چې مالي کال دی، د سالنګ سیسټم د بیارغونې د دوطلبۍ او ساختماني چارې، چې په هغه کې تونل، ګالریانې، استنادي دیوالونه، پلچکونه او پلونه او په مجموع کې د سالنګ د تونل او ګالریانو فرش جوړول شامل دي، په پروګرام کې نیول شوي دي. "

څه موده مخکې د سالنګ د لویې لارې د نوي تونل د جوړولو د طرحې او ډیزاین تړون د افغان حکومت او د سیمیک په نوم له یوه نړیوال استرالیايي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د افغانستان د فواید عامې وزارت مرستیال وايي، د دغه سړک د جوړولو چارې به د نړیوال بانک د ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت په ۲۰۲۱ کال کې بشپړې شي.

د سالنګ په لویه لاره هره ورځ شااوخوا ۵۵۰۰ موټر تګ راتګ کوي، خو د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو د ورېدو له کبله، مسافرو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسؤل جنرال رجب وايي، هغو مسافرو ته زیانونه اوړي چې د خطر او ګواښ په وخت کې د دوی خبرو ته غوږ نه نیسي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې سرپرست وايي، سږ کال یې په سالنګونو کې له طبعيي پېښو څخه د رامنځ ته کېدونکو ګواښونو په صورت کې، په سختو شپو ورځو کې ۱۰ زرو کسانو ته د هر ډول خدمتونو د رسولو چمتوالی نیولی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG