د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه


په اقتصادي برخه کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو لپاره د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانېستل شوه.

د هېواد لومړۍ مېرمن وايي، ښځو ته د پراخې پاملرنې له لارې غواړي، د افغانستان په اړه د نړیوالو هغه ذهنیت بدل کړي چې افغانستان د ښځو لپاره بد ځای دی.

بي بي ګل غني چې د دوشنبې په ورځ یې د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو د ځانګړې خونې پرانېسته کوله، ویې ویل چې افغان ښځې ښې وړتیاوې لري او د دا شان بنسټونو او چوکاټونو له لارې یې باید فعالیتونه منسجم شي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني

بې بي ګل غني زیاته کړه:

"نن د افغان متشبثیو ښځو لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې، د یوې خپلواکې خونې په رامنځته کېدو بریالي شوي دي، هیله لرم چې دا خونه به د افغان سوداګرو ښځو په تنظیم، د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې او لا لیواله کولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي."

ولسمشر محمد اشرف غني د سوداګری خونې د پرانېستې دغې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې، د دغې خونې پرانېسته یو مهم ګام یاد کړ او ویې ویل چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو فعالیت ښيي چې افغانانو د ژوند د ښه کېدو ټينګه اراده کړې ده.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره منیژه واقف وايي، افغان ښځې دا وخت په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو داسې چوکاټ چې دوی تر یوه چتر لاندې سره راټولې کړي، د لومړي ځل لپاره رامنځته شوی دی.

د اغلې واقف په خبره، دا وخت په افغانستان کې د ۸۵۰ پانګه والې او سوداګرې ښځې شته چې۴۵ زره بېلابېلې بوختیاوې یې رامنځته کړې دی.

اغلې واقف زیاته کړه:

"حکومت د ښځو د اقتصادي وړتیاوو لوړولو او رامنځته کولو لپاره تېر کال یو سمپوزیم رابللی و چې ډېرو مېرمنو د یوې سوداګریزې خپلواکې خونې په رامنځته کېدو یې ټینګار کاوه."

سوداګرې ښځې که څه هم د دغې خونې په رامنځته کولو خوښي ښايي، خو تینګار کوي چې لا هم د دوی د فعالیتونو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.

ځینې افغان سوداګرې ښځې
ځینې افغان سوداګرې ښځې

دوی وایي:

"زه پرورش اوریاخېله یم، دلته په دې خونه کې د مدیره هیئت غړې یم، موږ وینو چې ډېرې ښځې لیوالتیا لري، خو د غړیتوب اخېستو په برخه کې ستونزې لري، د دې تر څنګ ټولنیزې او فرهنګي ستونزې لرو."

"ناهید حمیده یم، له ۸ کلونو راهیسې د قیمتي کاڼو او ډبرو په برخه د خصوصي سکټور په چوکاټ کې کار کوم، د دې خونې رامنځته کول ډېر مهم ګام دی، ځکه څومره ښځې چې دلته برخه اخلي، د افغانستان ښه راتلونکي ته لار هوارېږي."

د ښځو د چارو وزیره دلبر نظري د افغان مېرمنو پر وړاندې شته ستونزې تاییدوي، خو وايي، افغان حکومت نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې، بلکې په نورو برخو کې هم د ښځو د ونډې په پراختیا او په دې برخه کار کولو ته ژمن دی.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG