د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د بدني ښکلا د څانګې افغان لوبغاړی یاسین سالک قادري منګولیا ته ځي


ټاکل شوې چې د افغانستان د بدنې ښکلا د څانګې افغان لوبغاړی یاسین سالک قادري د نړیوالو سیالیو په نهم پړوا کې د ګډون په هدف، سبا منګولیا ته روان شي.

د افغانستان د بدني ښکلا د ځوانانو د لوبډلې روزونکي نصرت الله انصاري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، چې ښاغلی قادري دغو سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړی وايي چې ښاغلی قادري تر دې دمه څلور لوبې کړي چې له اسیايي لوبو څخه یې دوه د سرو زرو مډالونه ګتلي او په دوو نورو کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

د منګولیا په کوربه توب په نړیوالو سیالیو کې، د څه باندې ۷۰ اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG