د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د افغانستان امنیت شورا: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره پر هند خبرې نه‌دي شوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د ملي امنیت سلاکار او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ په کتنه کې د هند او هندي وګړو په اړه بحث نه دی شوی.

د دغه شورا د دفتر ویاند قادرشاه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو لوریو ترمنځ په کتنه کې په پاکستان کې د تروریستانو د پټن ځایونو سربېره د هغو پنځو طالب مشرانو د تبادلې په اړه بحث شوی چې د پاکستان له لوري نیول شوي دي.

نوموړي هیله مندي وښوده چې د دا ډول ناستو جزئیات دقیق نشر شي او واقعیتونه اشتباه تفسیر نه‎شي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه

قادر شاه زیاته کړه:

"د زندانیانو د تبادلې په اړه بحث شوی، خو د هند او یا هم هندي وګړي په اړه قطعاً بحث نه‎دی شوی از زموږ توقع له پاکستاني لوري دا ده چې د دا ډول ناستو په اړه جزئیات په دقیقه توګه وړاندې کړي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سېپټمبر د میاشتې په یوېشتمه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډه په څنډه کې ولیدل.

د هندي ټي وي په ګډون یو شمېر هندي رسنیو د خواجه اصف له قوله ویلي و چې نوموړي د افغان حکومت له لوري د هندي جاسوس د تبادلې په بدل کې د پېښور پر یوه پوځي ښوونځي د برید د اصلي مسؤل د تبادلې وړاندیز ترلاسه کړی دی.

د رپوټونو له مخې هندي جاسوس کلبوشن یادیف په پاکستان کې د جاسوسۍ او ورنکاره فعالیتونو په تور د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري تېر کال ونیول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي دي چې خواجه اصف په افغانستان کې د یادیف له هغو فعالیتونو یادونه کړې د پاکستان پر ضد یې تر سره کول.

همدارنګه افغان چارواکو په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړه.

که څه هم د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لیدنه د ۵ لوړ پوړو طالب چارواکو په اړه وه چې د پاکستان له‎خوا نیول شوي وو، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا، د سولې عالي شورا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه طالب مشرانو نومونه نه‎دي یاد کړي.

یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې پاکستان غواړي څو د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړېکې ترینګلي کړي.

له ډلې یې بشیرهاتف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره پاکستانیان غواړي دا مسایل افشا کړي څو وښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پټې خبرې روانې او ذهنیتونه ګډوډ کړي او له بل پلوه غواړي د سیمې د هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي."

هغه ټینګار کوي چې افغان چارواکي باید له هرې غونډې وروسته چې د نورو هېوادونو له چارواکو سره کېږي خلکو ته یې پایلې روښانه کړي که نه د نورو کړیو له لوري د هغه افشا کېدل به په یو ډول د افغانستان باور ته زیان ورسوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG