د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

چارواکي: غزني او دایکندي کې د محرم ورځو لپاره امنیتي تدابیر جدي شوي


د غزني او دایکندي ولایتونو سیمه‎ییز امنیتي چارواکي په دغه ولایتونو کې د محرم د ورځو لپاره د پوره امنیتي د تدابیرو خبر ورکوي.

د دغه ولایتونو امنیتي مسؤلین پر داسې مهال د امنیتي تدابیرو خبر ورکوي چې یو خو د عاشورا لسمې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او بل دا چې په تېرو څو کلونو کې د عاشورا مراسم د انتحاري حملو او چاودنو شاهد وو.

د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د محرم د ورځو د امنیت د خونديتوب لپاره يې د غزني ولایت په مرکز ښار او ولسوالیو کې دوه ورځې مخکې سلګونه اضافي سرتېري ځای پرځای کړي څو د تروریستانو د راتګ مخه ونیسي.

ښاغلي نوري دغه راز وویل چې په سیمو کې د مسجدونو د امنیت لپاره خپله د سیمې خلک ګماري او هغوی ته يې وسلې ورکړي دي.

ښاغلي نوري وویل:

"تاسو پوهیږئ چې غزني کې زموږ شیعه مذهب ورونه ډېر دي نو موږ هم په دغه ولایت کې د محرم د ورځو لپاره ټینګ امنیتي ګامونه اخېستي او هڅه کوو چې د عاشورا مرسم د امنیت په فضا کې ترسره شي."

غزني یو د افغانستان د هغه ولایتونو څخه دی چې ۷۰سلنه خلک يې پښتان دي او پاتې ۳۰ سلنه‎يي هزاره توکمي دي.

د غزني په ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم د محرم د ورځو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو له اقداماتو ستاینه کوي.

په غزني کې د ولایتي شورا وکیل امان الله کامراني ازادي راډيو ته وویل:

"موږ سږ کال د افغان دولت د دغه اقداماتو څخه ډېر خوښ یو چې څو ورځې دمخه يې د محرم ورځو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي."

د غزني ور هاخوا د دایکندي ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د محرم د ورځو لپاره د امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر مل پاسوال سیدباقر مرتضوي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د ولسمشر او کورنیو چارو وزارت د هدایت پر اساس په دایکندي ولایت کې د محرم د ورځو لپاره پوره امنیتي تدابیر نیولي دي او په ټولو مسجدونو کې مو د سیمې خلک د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارلي دي."

دایکندي یو د افغانستان د باامنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي او په سلو کې ۹۵سلنه خلک يې هزاره توکمي دي.

په افغانستان کې په داسې حال کې د محرم د ورځو لپاره له بل هر وخت کلک امنیتي تدابیر نیول کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او مرکز کابل کې د شیعه مذهبو پر مسجدو بریدونه زیات شوي او تېر کال هم څو وسله والو د کابل په لوېديځ کارته سخي کې د عاشورا په ماتم کوونکو برید وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۴ تنه په کې ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو کلونو کې د مسؤلینو په خبره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو او مرکز کابل کې ناامنۍ زیاتې شوي چې خلک يې سخت اندیښمن کړي دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG