په خوست کې د وطن ګوند یو شمېر فعالان وايي، که خواوشا درې لسیزې وړاندې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقرهییز پلان عملي شوی وای، نن به پهدې هېواد کې شته ناخوالې نه وای.
دوی چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د ډاکټر نجیب الله د وژنې د ۲۱ تلین په مناسبت غونډه او د قرانکریم د ختم په ناسته کې راټول شوي وو، وویل چې اوس نړۍ دې نتیجې ته رسیدلې ده چې پهدې هېواد کې د تلپاتې امن او د جګړو د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د نجیبالله د ملي روغې جوړې سیاست پلی شي.
د وطن ګوند یو غړي سخي جان سرحدي وویل، د دوی مشر ډاکټر نجیب الله به ویل چې د افغانستان د سولې لپاره قدرت څه چې د سرقربانی ته هم تیار دی او ده خپله ژمنه ثابته کړه.
سخي جان سرحدي وویل، که هغه وخت نړۍ د نجیبالله غوښتنه درک کړې وای، دا ستونزې نه رامنځته کیدې.
دی وايي:
"ډاکټر نجیب الله به چې څه وویل هغه به يې عملي کول، د ده په نظر او عمل کې واټن نه وو، که د ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقرهییز پلان عملي شوی وای او توطیه نه وای جوړه شوې، نو دا کلونه کلونه وینه به نه تویدای."
لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي وویل، درې لسیزې وروسته نړۍ پهدې پوهه شوه چې جګړه نه د افغانستان حل لاره ده او نه پهدې هېواد کې د جګړې په شتون کې نړۍ د ارامۍ احساس کولای شي.
ښاغلي مهیدي زیاته کړه:
"کم زیات ۳۰ کاله مخکې د بین الافغاني تفاهم په خاطر، د سولې په خاطر او د جنګ د پای په خاطر د همدې شهید په نووښت ملي روغه جوړه اعلان شوه، اوس چې د نړۍ بله لاره ورکه شوه، نو اړ شول او دا يې ومنله چې د ډاکټر نجیب الله له طرحې پرته د افغانستان د خلکو لپاره د سولې بله لاره نشته."
په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو هم برخه اخېستې وه. مفتي محمدسلیم منصور ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:
"له ټولو هېوادو په خاصه توګه له ځوانانو هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله غوښتنې او لاره چې هغه سوله، امن، ابادي، وطندوستي، اتفاق، اتحاد او ورورولي وه تعقیب کړي."
د خوست یو تن ځوان سبیل روښان وویل، که پهدې هېواد کې د سولې سیاست پلی شي، نو دا هېواد به له شته ناخوالو راووځي او د نړۍ د پرمختګ د کاروان ملګری به شي:
"له مشرانو د ځوانانو په نمایندهګی دا هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله د سولې دا سیاست پرمخ بوځئ چې زموږ دا وروسته پاتې هېواد چې په رښتیا سره د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شوی دی، د دې ناخوالو څخه نجات بیامومي او هېواد په یو سلیم مسیر باندې رهبري کړو."
د یادونې وړ ده، ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د شوروي پلوه نظام څلورم یا وروستۍ جمهور رئيس وه، که څه هم یو شمېر افغانان او ډلې تر ولسمشری مخکې د ډاکټر نجیب الله پر دندو نیوکې لري، خو په ټوله کې د سولې لپاره د ده هڅې ستايي.
ډاکټر نجیب الله ۲۱ کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو پر کابل د خپلې واکمنۍ په لومړني سهار د ملګرو ملتونو له دفتره په زور راویست، ويې واژه او د کابل په اریانا څلور لارې کې يې د ده له ورور شاپور احمدزي سره یو ځای په عام محضر کې وځړاوه.
ډاکټر نجیب الله او ورور يې څنګ په څنګ د پکتیا په میلن کې په خپل پلرنۍ هدیره کې خښ شوي دي.
راپور: نجیب الله الوخېل